Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

د نوي ډیلي په رېلوې سټېشن د الغاؤ تلغاؤ پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

Дата публикации: 16-02-2025 02:19:00

پېښور — د هند د پلازمینې نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې د الغاؤ تلغاؤ جوړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.
د هندي رسنیو له مخې تېر ماسخوتن د نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې ګڼ شمېر خلک د هند تر ټولو لوی مذهبي غونډې، کمبه میلې، ته د تګ لپاره اورګاډیو ته ختل چې په دغه موقعه الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.
ټاکل شوې ده چې دغه میله به د فبرورۍ تر ۲۶مې نېټې دوام وکړي.
کمبه میله هر ۱۲ کاله وروسته د هند په شمالي ښار پریاګراج کې جوړیږي، او تر دې مخکې هم  اکثره په هند کې په داسې  موقعو د ګڼې ګوڼې له کبله د خلکو د مړینې پېښې شوې دي.
 تېره میاشت هم لږ تر لږه ۳۰ کسان هغه مهال مړه شول، کله چې د ګنګا، یمنا او د افسانوي سرسوتي سیندونو د یو ځای کېدو په سیمه کې د خلکو الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د نوي ډیلي په رېلوې  سټيشن کې د الغاؤ تلغاؤ په رامنځته شوې پېښه کې په مړو شوؤ کسانو کې ۱۰ ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.
د نوي ډیلي د لوک نایک روغتون مرستیالې مشرې، ډاکټر ریتو سکسېنا، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "زه تا ییدولی شم چې ۱۵ کسان په روغتون کې مړه شوي. د هغوی په جسدونو ښکاره زخمونه نه وؤ. امکان لري چې د اکسیجن د کمښت (هایپوکسیا) یا د کوم سخت فشار له کبله مړه شوي وي، خو دا به له معایناتو وروسته روښانه شي"
هغې زیاته کړه: "تر دې دمه ۱۱ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې ډېری یې د هډوکو زخمونه لري، خو روغتیایي حالت یې ښه دی."
د هند وزیراعظم نریندرا مودي په ټولنیزه رسنۍ"ایکس" په یوه پوسټ کې لیکلي"زما خواخوږي د هغو کسانو له کورنیو سره ده، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي. دعا کوم چې ټپیان زر تر زره روغ شي. چارواکي د زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کوي".
چارواکو د پېښې د پلټنو امر کړی او ویلي یې دي چې اوس حالات کنټرول شوي دي.
د هند د دفاع وزیر، راج نات سینګ، ویلي "زه د نوي دهلي د اورګاډي سټیشن کې د ګڼې ګوڼې له کبله د خلکو د مړینې له امله ژور خواشینی یم"
هغه زیاته کړې: "په دې غمجن ساعت کې زه د مړه شویو کسانو له کورنیو سره یم. دعا کوم چې ټپیان زر روغ شي."
د هند د پلازمېنې ګورنر، وینای کمار سکسېنا، ویلي چې د بېړني حالت د ادارې کارکوونکو ته امر شوی، او ټول روغتونونه د احتمالي بېړنیو حالاتو لپاره تیار دي.
د اورګاډو وزیر، اشویني وایشناو، ویلي چې د نوي دهلي نه د زیارت کوونکو د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره ځانګړي اضافي اورګاډي چلېدلي دي.
کمبه میله، چې د شپږو اونیو لپاره دوام کوي، د هندوانو تر ټولو ستره مذهبي میله ګڼل کیږي چارواکي وايي، تر دې دمه ۵۰۰ میلیونه کسان ددې میلې لیدلو ته ورغلي دي.
په ۱۹۵۴ کال کې، یوازې د دې میلې په یوه ورځ، له ۴۰۰ زیات کسان مړه شوي وو، چې یا تر پښو لاندې شوي وو او یا یې ځانونه سیند ته اچولي وو. 
دا د ګڼې ګوڼې له امله د مړینو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۳ کال کې، چې دا میله د پریاګراج په ښار کې تر سره شوه، ۳۶ کسان پکې تر پښو لاندې راغلي او مړه شوي وو.

Основное содержимое страницы с новостью.

پېښور — 

د هند د پلازمینې نوي ډیلي په رېلوې سټیشن کې د الغاؤ تلغاؤ جوړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.

This item is part of

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1Число погибших в ходе столкновений в Нью-Дели достигло 17 человек0026-02-2020
2СМИ: число погибших в ходе столкновений в Нью-Дели выросло до 130025-02-2020
3На севере Индии из-за камнепада погибли по меньшей мере 13 человек019.5224-07-2026
4СМИ: более 10 человек погибли на севере Индии во время протестов0021-12-2019
5Не менее 12 человек погибли в результате давки в храме в Индии0001-01-2022
6СМИ: не менее трех человек погибли при пожаре в Нью-Дели0014-12-2019
7В Индии не менее 19 человек погибли из-за оползней и наводнений-5519-07-2026
8Hindustan Times: в Индии на религиозном фестивале погибли три человека0029-06-2025
9В результате наводнений и оползней на севере Индии погибли 16 человек-1820-07-2026

Классификация: . Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 9. Тональность: 0. Информативность: 3.67. Источник: www.voadeewanews.com.