Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

د نړۍ مشران به په میونیخ کانفرنس کې د اوکراین او منځني ختیځ په ګډون پر نورو نړیوالو مسایلو خبرې کوي

Дата публикации: 13-02-2025 17:27:00

واشنګټن — د نړۍ سلګونه مشران او استازي به د دې اونۍ په اخر کې د مونیخ په امنیتي غونډه کې ګډون کوي چې د اوکراین او منځني ختیځ کې شخړې او په هند پېسفیک سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی یې په ایجنډا کې شامل دي. د غونډې ټول پام به د صدر ټرمپ د حکومتي پلاوي دریځ ته وي.
د روس د بشپړ یرغل خلاف د اوکراین جګړه څلورم کال ته د ننوتلو په حال کې ده.
دا شخړه به د جمعې په ورځ‌ د میونیخ د امنیتي غونډې د ایجنډا په سر کې وي چې د نړۍ سلګونه مشران او استازي پکې ګډون کوي. دا په واشنګټن کې د ټرمپ د نوې ادارې لپاره لومړۍ لویه نړیواله سرمشریزه ده.
د میونیخ امنیتي غونډې مشر کریسټوف هیوسګن وایي، "موږ ډېر خوشاله یو چې موږ به هلته د امریکې د نوي حکومت د انتظامیې قوي استازیتوب ولرو او له دې سره سره به په غونډه کې د کانګرس استازي هم ګډون کوي."
د امریکې په پلاوي کې د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو شامل دي. ټاکل شوې ده چې وینس د اوکراین له صدر ولادیمیر زیلینسکي سره هم وویني.
صدر زلنسکي په دې اونۍ کې وویل، د ټرمپ له ادارې سره یې خپل "ګډ نظر" شریک کړی دی:
"یقیناً، کېدای شي مختلف نظرونه به وي، خو د بنیادي شیانو ګډ نظر دا دی چې څنګه د [روسي صدر ولادیمیر] پوټین مخه ونیول شي او بل دا چې اوکراین او اوکراینیانو ته څنګه امنیتي ضمانت ورکړل شي."
واشنګټن غواړي چې دا جګړه زر پای ته ورسېږي، خو دا روښانه نه ده چې دا کار څنګه امکان لرلای شي.
صدر ټرمپ د سه شنبې- ګل په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، اوکراین به "کېدای شي یوه ورځ روس شي یا به ممکن یوه ورځ روس نه سي."
د یورپي اصلاحاتو د مرکز څېړونکی چارلس ګرانټ وايي، متحدین هیله لري چې د یورپ او اوکراین د امنیت لپاره د ټرمپ ملاتړ پر ځای وساتي.
د یورپي اصلاحاتو د مرکز مشر چارلس ګرانټ وایي، صدر ټرمپ له نېټو څخه د [امریکې] د وتلو ګواښ نه دی کړی:
"هغه دا نه دي ویلي چې په اوکراین باندې به ټولې مرستې بندې کړي. په میونخ کې چې کوم مسایل مخې ته راځي په هغوی کې یوه دا ده چې که په اوکراین کې ډزبندي کېږي نو یورپیان باید تر کومه حده د سولې په ساتلو کې مرسته وکړي."
د سږ کال د میونخ کانفرنس ته ایران او روس نه دي ور بلل شوي، خو چین یو لوی پلاوی ور لیږي ځکه چې د اېشیا-پېسیفک سیمې امنیت هم د ایجنډا په سر کې دی.
روانه اوونۍ د امریکې سمندري ځواکونو د تایوان تنګي له لارې دوې جنګي بېړۍ ولېږلې، چې د بیجینګ غوسه یې راوپاروله. چین په وروستیو میاشتو کې د تایوان شاوخوا پوځي فعالیتونه زیات کړي دي. چین تایوان یوه جلا شوې صوبه ګڼي، خو تایپي خپل ټاپو یو خپلواک ریاست ګڼي.
ټاکل شوې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په میونخ کې له متحدینو جاپان او سویلي کوریا سره درې اړخیزه ناسته وکړي.
په منځني ختیځ کې روانه شخړه به هم د ایجنډا په سر کې وي. صدر ټرمپ بیا بیا وړاندیز کړی چې فلسطینیان باید له غزې ووځي او امریکا د سیمې کنټرول په لاس کې واخلي. اسرایل یې د وړاندیز ملاتړ خو نورو متحدینو ورباندې سختې نیوکې کړې دي.
د یورپي اصلاحاتو د مرکز مشر چارلس ګرانټ وایي، "دا ډېر د ګډوډوۍ [وړاندیز] دی چې د یورپي او ډېرو نورو حکومتونو او امریکې ترمنځ ډېر بد احساس پیدا کوي".
د میونیخ په غونډه کې به په سوډان او کانګو ډیموکرېټک جمهوریت کې پر شخړو هم بحث وشي.
موسمي بدلون، د انرجۍ تحفظ او مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټېلیجنس به هم په دې درې ورځنۍ غونډه کې تاوده موضوعات وي.
یادونه:- دا د وي او اې انګرېزي څانګې د خبریال هینري ریجول د ویډیو رپوټ ژباړه ده.


Основное содержимое страницы с новостью.

واشنګټن — 

د نړۍ سلګونه مشران او استازي به د دې اونۍ په اخر کې د مونیخ په امنیتي غونډه کې ګډون کوي چې د اوکراین او منځني ختیځ کې شخړې او په هند پېسفیک سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی یې په ایجنډا کې شامل دي. د غونډې ټول پام به د صدر ټرمپ د حکومتي پلاوي دریځ ته وي.

د روس د بشپړ یرغل خلاف د اوکراین جګړه څلورم کال ته د ننوتلو په حال کې ده.

دا شخړه به د جمعې په ورځ‌ د میونیخ د امنیتي غونډې د ایجنډا په سر کې وي چې د نړۍ سلګونه مشران او استازي پکې ګډون کوي. دا په واشنګټن کې د ټرمپ د نوې ادارې لپاره لومړۍ لویه نړیواله سرمشریزه ده.

د میونیخ امنیتي غونډې مشر کریسټوف هیوسګن وایي، "موږ ډېر خوشاله یو چې موږ به هلته د امریکې د نوي حکومت د انتظامیې قوي استازیتوب ولرو او له دې سره سره به په غونډه کې د کانګرس استازي هم ګډون کوي."

د امریکې په پلاوي کې د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو شامل دي. ټاکل شوې ده چې وینس د اوکراین له صدر ولادیمیر زیلینسکي سره هم وویني.

صدر زلنسکي په دې اونۍ کې وویل، د ټرمپ له ادارې سره یې خپل "ګډ نظر" شریک کړی دی:

"یقیناً، کېدای شي مختلف نظرونه به وي، خو د بنیادي شیانو ګډ نظر دا دی چې څنګه د [روسي صدر ولادیمیر] پوټین مخه ونیول شي او بل دا چې اوکراین او اوکراینیانو ته څنګه امنیتي ضمانت ورکړل شي."

واشنګټن غواړي چې دا جګړه زر پای ته ورسېږي، خو دا روښانه نه ده چې دا کار څنګه امکان لرلای شي.

صدر ټرمپ د سه شنبې- ګل په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، اوکراین به "کېدای شي یوه ورځ روس شي یا به ممکن یوه ورځ روس نه سي."

د یورپي اصلاحاتو د مرکز څېړونکی چارلس ګرانټ وايي، متحدین هیله لري چې د یورپ او اوکراین د امنیت لپاره د ټرمپ ملاتړ پر ځای وساتي.

د یورپي اصلاحاتو د مرکز مشر چارلس ګرانټ وایي، صدر ټرمپ له نېټو څخه د [امریکې] د وتلو ګواښ نه دی کړی:

"هغه دا نه دي ویلي چې په اوکراین باندې به ټولې مرستې بندې کړي. په میونخ کې چې کوم مسایل مخې ته راځي په هغوی کې یوه دا ده چې که په اوکراین کې ډزبندي کېږي نو یورپیان باید تر کومه حده د سولې په ساتلو کې مرسته وکړي."

د سږ کال د میونخ کانفرنس ته ایران او روس نه دي ور بلل شوي، خو چین یو لوی پلاوی ور لیږي ځکه چې د اېشیا-پېسیفک سیمې امنیت هم د ایجنډا په سر کې دی.

روانه اوونۍ د امریکې سمندري ځواکونو د تایوان تنګي له لارې دوې جنګي بېړۍ ولېږلې، چې د بیجینګ غوسه یې راوپاروله. چین په وروستیو میاشتو کې د تایوان شاوخوا پوځي فعالیتونه زیات کړي دي. چین تایوان یوه جلا شوې صوبه ګڼي، خو تایپي خپل ټاپو یو خپلواک ریاست ګڼي.

ټاکل شوې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په میونخ کې له متحدینو جاپان او سویلي کوریا سره درې اړخیزه ناسته وکړي.

په منځني ختیځ کې روانه شخړه به هم د ایجنډا په سر کې وي. صدر ټرمپ بیا بیا وړاندیز کړی چې فلسطینیان باید له غزې ووځي او امریکا د سیمې کنټرول په لاس کې واخلي. اسرایل یې د وړاندیز ملاتړ خو نورو متحدینو ورباندې سختې نیوکې کړې دي.

د یورپي اصلاحاتو د مرکز مشر چارلس ګرانټ وایي، "دا ډېر د ګډوډوۍ [وړاندیز] دی چې د یورپي او ډېرو نورو حکومتونو او امریکې ترمنځ ډېر بد احساس پیدا کوي".

د میونیخ په غونډه کې به په سوډان او کانګو ډیموکرېټک جمهوریت کې پر شخړو هم بحث وشي.

موسمي بدلون، د انرجۍ تحفظ او مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټېلیجنس به هم په دې درې ورځنۍ غونډه کې تاوده موضوعات وي.

یادونه:- دا د وي او اې انګرېزي څانګې د خبریال هینري ریجول د ویډیو رپوټ ژباړه ده.

This item is part of

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1ЕС намерен ускорить процесс вступления Украины в состав сообщества0014-02-2025
2Trump has ‘consistent position’ on Ukraine conflict – Moscow0506-07-2026
3Trump shares no details of Zelensky meeting010.3628-07-2026
4Ukraine-Krieg: Trump will Selenskyj am Dienstag empfangen016.5324-07-2026
5Битва за Трампа // Стороны украинского конфликта ищут поддержки Америки0706-07-2026
6Guerre en Ukraine: Donald Trump s'est entretenu avec Vladimir Poutine et Volodymyr Zelensky0505-07-2026
7Trump to meet leaders of Ukraine, Syria alongside NATO summit0505-07-2026
8Трамп: Москва и Киев выразили интерес к завершению конфликта0506-07-2026
9Трамп призвал Зеленского «просто закончить войну» на Украине06.2129-07-2026
10[지구촌 오늘] 미-아일랜드 정상회담 열려…미 의회, 우크라이나 휴전 동의 '초당적' 환영08.6813-03-2025

Классификация: . Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 3.67. Источник: www.voadeewanews.com.